پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ۴ پاکستانیان وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي، د سه شنبې د شپې ناوخته د غبرګولي په اتمه د ایران د پوله ساتو ځواکونو له‌خوا د بلوچستان په واشک سیمه کې څلور پاکستانیان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

یو پاکستاني چارواکي وویل، چې د دغو ډزو لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.
د بلوچستان په واشک سیمه کې یو پاکستاني پولیس چارواکي وویل، معلومه نه ده چې ولې هلته ډزې شوې؛ خو د لامل د معلومولو لپاره یې څېړنې پیل شوې دي.
تر دې وړاندې د روان کال د غويي په درېیمه نېټه د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په یو بیان کې چې د دغه هېواد لومړي وزیر له ابراهیم رییسي سره له خبري ناستې وروسته ورکړی و، ویلي و چې دواړه هېوادونه «د ګډو ننګونو له هغې ډلې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر ګډو تګلارو» هوکړه وکړه.
ایران او پاکستان په تېرو کلونو کې تل یو بل د خپلو مختالفو وسله‌والو ته د پناه په ورکولو ګرمول او پاکستان ته د ابراهیم رییسي سفر هم د ۱۴۰۲ کال د مرغومي میاشتې د سپاه پاسداران او پاکستاني پوځیانو تر منځ له بریدونو وروسته لومړی سفر و، چې ترسره شوی و.
له دغه بریده مخکې ایران پر پاکستان له توغندیز برید وروسته ویلي و، چې د «جیش العدل» سره تړلې وسله‌واله ډله یې د پاکستان په خاوره کې په نښه کړې ده؛ که څه هم چې پاکستاني لوري ویلي و، چې په هغه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ولسي خلک وژل شوي وو.
پاکستان هم د ایران د سراوان په سرحدي کلي د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شاوخوا لس کسه ووژل او پاکستاني لوري ادعا کړې وه، چې په هغه برید کې یې «د ترهګرو یو پټن ځای» په نښه کړی و.
پاکستان ته د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي سفر له اسلام اباد سره د اړیکو د عادي کولو لپاره یو مهم ګام بلل شوی و؛ ځکه له هغې وړاندې او د دواړو خواوو تر منځ د توغندویزو بریدونو وروسته پاکستان خپل سفیر له تهرانه راوغوښت او ایراني سفیر ته یې اجازه ورنکړه، چې اسلام اباد ته ورستون شي. پاکستان هغه مهال خپلې ټولې سیاسي او سوداګریزې اړیکې له ایران سره پرې کړې وې.
پاکستان تر اوسه د ایراني پوله ساتو ځواکونو د وروستي برید په اړه چې د تلفاتو شمېر یې هم په ځنډ خپور شو غبرګون نه دی ښودلی.