‏د سویلي وزیرستان مشران: له افغانستان سره دې د انګور اډې لار پرانیستل شي

د ⁧‫سویلي‬⁩ ⁧‫وزيرستان‬⁩ ⁧‫قبايلي‬⁩ مشرانو يوه ډله اسلام‬⁩ اباد ته رسېدلې ده. دغه مشران د پاکستان له حکومته دوه غوښتنې لري؛ د دوی لومړۍ غوښتنه له افغانستان‬⁩ سره د ⁧‫انګور‬⁩ ⁧‫اډې‬⁩ لار پرانیستل دي، چې له څو مياشتو راهيسې تړل شوې ده.

دغه مشران وایي، دویمه غوښتنه یې په جګړو کې هغو قبايلو ته چې کوم مالي زيان رسېدلي، هغوی ته دې تاوان ورکړل شي.
تمه کېږي، چې د دغو مشرانو جرګه به د جون میاشتې په لومړۍ اونۍ کې جوړه شي.
ویل کېږي، چې په دغه جرګه کې به د نورو قبايلي سیمو مشران هم ګډون وکړي.
دغه مشران له تېرو دوو ورځو راهبسې په اسلام اباد کې د ⁧‫پښتونخوا‬⁩ ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان ⁧‫اڅکزي‬⁩ په ګډون د تحريک انصاف ⁦‬⁩ مرکزي مشرانو اسد قیصر، عمر ایوب خان ‬⁩او جنید اکبر سره لیدلي دي.