طالبانو د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون لپاره د خپلو استازو د ټاکلو خبر ورکړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دغې ډلې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه خپل استازي ټاکلي دي.
ددغه وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي ویلي، چې د دوحې د غونډې د اجنډا له ترلاسه کولو وروسته یې استازي د دوحې د درېیمې ناستې په مهمو بحثونو کې ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل هم د چهار شنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي، چې ددغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون لپاره له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د څرنګوالي په اړه غونډه وکړه.
ذاکر جلالي دغه راز ویلي، چې د دوحې د دریمې ناستې په اجنډا کې هیڅ کومه ستونزه نه لیدل کیږي.
د نوموړي په خبره، دغه ډله د دوحې د ناستې د بشپړې اجنډا د جزیاتو په تمه ده او له ترلاسه کېدو وروسته به وروستۍ پرېکړه وشي.
د دوحې درېیمه ناسته د چنګاښ لسمه او یوولسمه ترسره کیږي.
د طالبانو د یوې خبرپاڼې له مخې، ذاکر جلالي ویلي چې دا ډله له نړیوالې ټولنې سره د تعامل غوښتونکې ده، خو دغه تعامل بیا د سیاسي خپلواکۍ، د ملي او دیني ارزښتونو او د هېواد او نظام د ځای په بیه نه غواړي.
ښاغلي جلالي که څه هم د خپلو استازو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې د دوحې د غونډې د ترسره کېدونکو او کوربنو ترمنځ د تعامل په برخه کې مثبت بدلونونه لیدل کیږي.
نوموړي زیاته کړې ده، چې په وروستیو ورځو کې د بېلابېلو هېوادونو پلاوي کابل ته راغلل څو په راتلونکې ناسته کې د طالبانو ګډون اسانه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی وايي، چې په دوحه کې د درېیمې ناستې اصلي محور به مالي او بانکي وضعیت، له نشه يي توکو سره مبارزه او د کروندګرو لپاره بدیل معیشت، د خصوصي سکتور وده او د اقلیم بدلون وي.
ذاکر جلالي ویلي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په مخکینیو غونډو کې ددغې ډلې د غوښتنو د نه منل کېدو له امله ګډون ونکړ.

نور خبرونه

رادیو