چمن پرلت‌وال: طالبان دې د چمن پرلت‌والو او پاکستان حکومت تر منځ منځګړیتوب وکړي

د چمن پرلت‌وال له طالبانو غوښتنه کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو د پرېکړې په غبرګون کې د چمن پرلت ملاتړ وکړي او د پرلت‌والو او د پاکستان حکومت ترمنځ دې د ستونزې په حل کې منځګړیتوب وکړي.

په سویلي پښتونخوا چمن ښار کې د پاکستان د حکومت له لوري د سپین بولدک -چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د روان پرلت غړي له طالبانو غوښتنه کوي، چې د پرلت‌والو ملاتړ وکړي.
پرلت‌وال له طالبانو غوښتنه کوي، چې طالبان دې د پاکستان له حکومت سره د پرلت‌والو د غوښتنو د منلو په موخه ناسته وکړي.
د یاد پرلت د مرکزي کمیټې غړی محمد علي منډولی وايي:« د افغانستان پر طالبانو غږ کوو، چې د پاکستان د حکومت سره دې کينې او د پاسپورټ پرېکړې اړوند دې ورسره خبرې وکړي. مخکې چې به پاکستان داسې خپل سرې پرېکړه وکړه نو د افغانستان له لوري به دروازه بندېدله؛ خو اوس طالبان ولې داسې ګام نه پورته کوي؟»
دغه پرلت‌وال خبرداری ورکوي او وايي، که غوښتنې یې ونه منل شي په راتلونکو څو ورځو کې به د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ دروازې وتړي او مخې ته بې پرلت ووهي.
همدارنګه د دغه پرلت سرلاری غوث الله اڅکزی وايي:« کابل او اسلام اباد دې په خپلو کې سره کيني، د طالبان مشر له دې وطنه (پاکستان) څخه تللی دی، نن که د طالبانو او اسلام اباد تر منځ کومه خبره راغلي وي دوی ولې عام ولس په دې کې سوځوي؟ کابل او اسلام اباد دې زموږ له سره دا اور مړ کړي.»
د پاکستان د حکومت له لوري د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو د پرېکړې په غبرګون کې د چمن خلکو له تېرو نهو میاشتو راهیسې پرلت وهلی او نږدې له یوې میاشتې راهیسې یې په چمن ښار کې د پاسپورټ اداره، دولتي بانک او د چمن کوټې عمومي لاره تړلې ده.