په بلوچستان کې د بس چپه کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ کسان مړه شوي
د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۲۸ کسان مړه شوي دي. سیمهییز چارواکي وایي، چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
چارواکي وایي، چې د پېښې ټپیان یې بسيمه روغتون ته لېږدولي دي.
د چارواکو په وينا، د پېښې د ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی چې د مړو په شمېره کې د زياتوالي وېره هم شته.
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، دغه بس چې له ګوادر څخه کوټې ته روان و په کلغلي سیمه کې د ټایرونو د چاودېدو له امله چپه شوی دی.