کرېکټ بورډ: افغانستان سبا له عمان کرېکټ لوبډلې سره د نړۍوال جام تمریناتي لوبه پیلوي

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام کې د افغانستان د تمریناتي او رسمي لوبو مهال وېش خپور کړی. د یاد مهال وېش له مخې، افغان ملي لوبډله سبا د عمان د کرېکټ ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه تر سره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو په ۲۰۲۴ کال نړۍوال شل اوریز جام کې د افغانستان د تمریناتي او رسمي لوبو مهال وېش خپور کړی دی.
د یاد مهال وېش له مخې، افغانستان له نړۍوال جام وړاندې دوه تمریناتي لوبې تر سره کوي.
افغانستان خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په نهمه نېټه د عمان د کرېکټ ملي لوبډلې سره شل اوریزه لوبه ترسره کوي.
او خپله دویمه تمریناتي لوبه د همدې میاشتې په ۱۱مه نېته له سکاټلنډ کرېکت لوبډلې سره ترسره کوي.
د کرېکټ بورډ له لوري د خپاره شوي مهال وېش له مخې افغانستان په نړۍوال جام کې خپله لومړنۍ رسمي ګروپي سیالي د جون میاشتې په څلورمه نېټه د یوګانډا د کرېکټ لوبډلې په وړاندې، دویمه لوبه د جون په اتمه نېټه له نیوزیلانډ لوبډلې پر وړاندې، درېیمه لوبه د جون ۱۴ مه نېټه پاپا نیوګینیا د لوبډلې په وړاندې او څلورمه او وروستۍ ګروپي لوبه د جون میاشتې په ۱۸مه د وېسټ اېنډیز د لوبډلې پر وړاندې تر سره کوي.
د ۲۰۲۴ کال نړۍوال شل اوریز جام د وېسټ اېنډیز او امریکا په کوربه‌توب تر سره کېږي او د افغانستان څلور واړه ګروپي لوبې د مهال وېش له مخې په وېسټ اېنډیز کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې مشر روزونکی جانټن ټراټ وايي، د افغانستان لوبډلې د پنځوس اوریز نړۍوال پر مهال په خپلي وړتیا سره ډېر خلګ حیران کړي وو، اوس دا زموږ لپاره یو چلېنج دی چې خپل هغه لاسته راوړنه وساتو او د خلګو له تمې سره سم ښې لوبې وکړو.