د ترکیې پولیسو په چاناک کلا ښار کې له سلو ډېر افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۸

د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۷مه) خبر ورکړ، چې د دغه هېواد پولیسو د چاناک کلا په ښار کې په اتو بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰۳ تنه افغان کډوال نیولي دي.
د راپورونو له مخې، دغه کسان په تېره یوه میاشت کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.

ترکي رسنیو لیکلي، چې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه نور کسان یې د انساني قاچاقو په تور نیول شوي.
د راپورونو له مخې، دغه عملیات له کډوالو سره د مبارزې ځواکونو، د دغه هېواد د پولیسو او چاناک کلا ښار د پوله ساتو ځواکونو له‌خوا تر سره شوي دي.
دغه کسان د غويي د میاشتې له اوومې نیټې څخه د غبرګولي د میاشتې تر اوومې نیټې پورې د ترکیې د پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.
ترکي رسنیو د یاد هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې په ټول هېواد کې د کډوالو د پېژندنې او نیولو عملیات روان دي.
افغان کډوال د چاناک کلا ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د ایواجېک په سیمه کې د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
په دغو عملیاتو کې پولیسو نغدې پيسې او د لسو موټرو په ګډون ځیني نور وسایل هم نیولي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه کسان د ایران له لارې د کډوالو پر سختو لارو ترکیې ته تللي، چې له هغې لارې ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
پر دغه سختو او نا قانونه لارو یو شمېر پناه غوښتونکي مړه شوي هم دي.

نور خبرونه

رادیو