افغان سوک وهونکي سېلاب نوري خپل مُغلستاني سیال ته ماته ورکړه

د ۲۰۲۴ کال پارېس اولمپیک ته د لار موندنې په سیالیو کې افغان سوک وهونکي سېلاب نوري خپل مُغلستاني سیال ته ماته ورکړه. د راپورونو له مخې؛ دا د پارېس اولمپیک سیالیو ته د لارموندنې پړاو کې د نوموړي لومړۍ لوبه وه.

دغه سیالۍ په ۹۲ کیلوګرام وزن کې وشوې او افغان لوبغاړي پکې خپل سیال ناک‌اوټ کړ او بریا یې خپله کړه.
ویل کیږي، چې سېلاب نوري به خپله راتلونکې لوبه د سربستاني سیال پر وړاندې وکړي او د لوبې د ګټلو په صورت کې به یې بله لوبه له فرانسوي یا اوکرایني سیال سره وي.
په دې سیالیو کې چې د افغانستان نورو سوک وهونکو بلال صفري، محمد مهدي سهاک، عبیدالله یعقوبي، علي میثم علي زاده او قیس علي زاده هم برخه اخیستې ده، د لوبو په لومړي پړاو کې یې له خپلو سیالانو ماتې وخوړه.
د افغانستان د سوک وهنې ملي ټیم له یوولسو لوبغاړو سره تېره اونۍ د ټایلینډ بنکاک ته ورسېد، چې په ۵۴ کیلوګرام وزن کې افغانې ښځينه لوبغاړې لاله کارګر هم برخه اخیستې ده.
دغه لوبې چې د مې په ۲۴مه پیل شوي دي، د جون تر درېیمې به دوام وکړي.