د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د دوحې ناستې په اړه د طالبانو د کرنې وزیر سره خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۸

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي «یوناما» ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به په افغانستان کې د خصوصي سکټور، بانکدارۍ او نشه‌یي توکو پر مسلې هم خبرې وشي.

نوموړې د طالبانو د کرنې له وزیر مولوي عطاء الله عمري سره په کتنه کې زیاته کړې، چې‌ په دوحې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو، ‏درې نړۍوال بنسټونو او د اسیایي بانک او پراختیایي بانک استازي ګډون کوي.
د طالبانو د کرنې وزارت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د اغلې اتنبایوا له خولې لیکل شوي، چې په دوحې ناسته کې د طالبانو ګډون اړین دی؛ چې دوی وشي کړای د کوکنارو بدیل معرفي کړي او مرستندویان په دې برخه کې قانع کړي.
په دې کتنه کې د طالبانو د کرنې وزیر بزګرانو ته د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې له نړۍوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کړې.
نوموړي ویلي:« هیله‌من یو، چې په ترسره کېدونکو ناستو کې ملګري ملتونه او نور بنسټونو د کوکنارو د کښت پر بدیل او له بزګرانو پر ملاتړ هم خبرې وکړي.»
که څه هم چې طالبان د کوکنارو په کر د بندیز لګول د ځان او خپلې ډلې لپاره ستره لاسته راوړنه بولي؛ خو لا هم پر طالبانو دا شکونه په خپل ځای پاتې دي، چې د دغې ډلې لوړپوړي چارواکي د کوکنارو په کر او د نشه‌یي توکو په قاچاقو کې ښکېل دي.
یو شمېر خلک دا ادعا هم کوي، طالبانو د دې لپاره د کوکنارو پر کر بندیز لګولی چې د دوی زېرمه شوي تریاک په لوړه بیه په مارکېټونو کې وپلورل شي.

نور خبرونه

رادیو