پاکستاني چارواکي وايي، د ټيټيپي ۱۱ غړي یې پر چینايي انجنیرانو د برید په تړاو نیولي دي
پاکستاني چارواکو ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان ۱۱غړي یې پر چینايي انجنیرانو د شوي ځانمرګي برید په تړاو نیولي دي. د پاکستان دوو لوړپوړو چارواکو د یکشنبې په ورځ لاهور کې رسنیو ته ویلي چې له نیول شوې ډلې ځينې اسناد هم په لاس ورغلي دي.
د رویټرز د راپور له مخې دغه خبر د پاکستان د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې ادارې مشر رای طاهر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړ.
رای طاهر د یکشنبې ورځ د (غبرګولي شپږمه) رسنیو ته ویلي، «هغه ګرځنده ټیلیفون چې ځانمرګي بریدګر له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره د اړیکې لپاره کارولی و د نورو شکمنو کسانو د نیولو لامل شو.»
ښاغلی طاهر زیاتوي چې، څېړنې او اسناد دا ډاګیز کوي چې «وسله والو په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو څخه امر اخيست.»
ټيټيپي تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو دفاع وزارت هغه مهال ویلي و چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي او ویلي یې و، د خیبرپښتنخوا هغه سیمه چې چینايي وګړي پکې په نښه شوي، د پاکستاني پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده. او د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې یې له مسوولیت څخه د هغوی تېښته بللې وه.