سرچینې: د طالبانو د پاسپورټ رییس د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله په امر نیول شوی
سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي؛ چې د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشر عبدالکريم حسيب د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي له دریېمې راهيسې د ملا هبت الله په امر نیول شوی او بندي دی.
بلخوا د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع منلې چې د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشرعبدالکریم حسیب د ننګرهار د لاریونونو په تړاو کندهار ته بلل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت لیکلي؛ چې څه موده وړاندې د ننګرهار په باریکاب کې د ځمکو په تړاو لاریونونو وشول، چې د همدې موضوع د وضاحت لپاره د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشر او د دغې ډلې د کورنیو او دفاع وزارتونو استازي کندهار ته وربلل شوي.