حنیف اتمر: په افغانستان کې له دوو زرو زیاتو سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کوو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/8b7a194f0f7b2faaafe8b7539f08b723b6da8e86-1080x805.jpg?rect=0,99,1080,608&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان د بهرنیو چارو مخکنی وزیر حنیف اتمر وايي، د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له دوو زرو زیاتو زیامنو کسانو سره مرسته کوي. اتمر وايي، د «سولې او عدالت ګوند» غړي د غور، فاریاب او بدخشان ولایتونو له شاوخوا درې سوه کورنیو سره مرستې کوي.
هغه وايي، دغه مرستې تر هغو کورنیو رسوي چې لا یې مرستې نه وي ترلاسه کړې.
ښاغلي اتمر د شنبې په ورځ د (غبرګولي پنځمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د «سولې او عدالت ګوند» د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د مرستو تر څنګ هڅه کوي چې د نړېوالو مرستو راجلبولو لپاره د معلوماتو په راټولو کې هم مرسته وکړي.
هغه وايي، ګوند به یې له شاوخوا درې سوه کورنیو سره د یوې میاشتې خوراکي توکو مرسته وکړي.
حنیف اتمر د پخواني حکومت له چارواکو یو دی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمونو سره مرستې اعلانوي.