د هواپوهنې اداره: په پنځو ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a64adee01a955dc0a8c8a327383f7e96537c06ad-738x415.jpg?rect=103,0,533,300&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د هواپوهنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په پنځو ولایتونو کې نن شنبه (د غبرګولي په ۵مه) د شړکنده باران، تالندې، تېزو سېلیو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او سمنګان ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۲۵) ملي مترو اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو د پېښېدو اټکل شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې د چټکوالي کچه یې له (۳۰تر ۴۰) کیلو مټرو اټکل شوې ده.