ایراني چارواکی: په قم کې افغان کډوال د ابراهیم رییسي لپاره غونډه جوړوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۴

د کډوالو او بهرنیو وګړو لپاره د قم د ادارې مشر خبر ورکړی، چې په قم کې د افغان کډوالو له‌خوا د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو لپاره غونډه جوړېږي.
اکبر زارعي ویلي، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي به هم دغې غونډې ته وینا وکړي.

د ایران د خبري اژانس (اېرنا) د راپور له مخې، په دغې غونډه کې چې د قم په ولایت کې جوړېږي د افغان کډوالو بېلابېل خلک له هغې ډلې عالمان، د تقلید مراجع او د فاطمیون غړي به هم برخه ولري.
د ابراهیم رییسي مړی د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په درېیمه نېټه له «طواف» وروسته د شیعه مذهبو د اتم امام د دارالاسلام په حرم کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي د جنازې مراسم په پنځو پړاوونو کې په تبریز، قم، تهران، بیرجند او مشهد کې ترسره شول.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او ورسره مل پلاوی یې د غويي په دېرشمه نېټه د یوې چورلکې د غورځېدو له کبله چې تبریز ته په لاره وه ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو