طالبان: له ۳ زرو څخه ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د ۱۹ بې سرپرسته ماشومانو په ګډون له درې زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۲۳۸۶ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایران څخه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت وايي، یاد کډوال چې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي ۱۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم په کې شامل دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې په همدې ورځ د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو ۱۱۵۱ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه کړل شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر، د خوړو نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ور پېژندلي دي.
څه موده وړاندې د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي و، چې له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو لپاره یې چمتوالی نیولی او په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې یې لنډمهاله پنډغالي جوړ کړي دي.
که څه هم چې له ایرانه د راستنو کړل شویو ټولو افغان کډوالو کره شمېرې نه دي معلومې؛ خو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کډوالو ریاست د معلوماتو له مخې په تېرو اولس میاشتو کې ۵۶۲۳۴ کورنۍ د ننګرهار له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو