د پاکستان غرختونکی سرباز علي له اکسیجن پرته د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته وخوت

د پاکستان غرختونکي سربازعلي له اکسیجن پرته پرون په نېپال کې د نړۍ تر ټولو سترې څوکې ایورېسټ ته وخوت. د پاکستان دولتي راډیو وايي، دا دویم پاکستانی لوبغاړی دی چې له اکسيجن پرته دې تر ټولو جګې څوکې ته پورته کیږي.

تر سرباز علي مخکې بل پاکستاني سجاد دیسپورا اول ځل له اکسېجن پرته دې څوکې ته ختلی و.

له سرباز علي سره نور ۱۴ نړۍوال غرختونکي هم په دغه سفر کې ملګري وو.