ځايي سرچینې: په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر لاریو برید کې ۴ موټر چلوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان له بلوچستان څخه پنجاب ایالت ته د ډبرو سکرو د انتقال پر لاریو د ناپېژانده وسله‌والو له لوري برید شوی، چې په پایله کې یې یو موټر چلوونکی وژل شوی او درې نور یې ټپیان دي.

د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه ځايي سرچینې وايي، د سه شنبې په ماښام ناوخته د بلوچستان ایالت په دکۍ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري پنجاب ته د ډبرو سکرو د انتقال پر لاریو برید شوی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د ډبرو د سکرو بار شپږ لارۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.
سرچینې زیاتوي، په یاد برید کې یو موټر چلوونکی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
بل خوا د پښتون ژغورنې غوځنګ مشر منظور احمد پښتین د یادې پېښې په اړه غبرګون ښودلی.
نوموړي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي:« په برید کې پښتانه وژل شوي، د پاکستان پوځ د ډبرو سکرو د ساتنې لپاره د هر ټن پر سر اضافي امتیازات تر لاسه کوي؛ خو نن دې ځواب راکړي چې ساتنه یې چېرې ده؟»
تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د سوداګریزو توکو د انتقال پر لاریو بریدونه شوي؛ خو تر دې مهاله د دغې تازه پېښې پړه کومې وسله‌والې ډلې نه ده منلې.