د هند غوره لیګ شل اوریزو سوداګریزو سیالیو کې د کلکتې لوبډله پایلوبې ته ووته
کلکته نایټ رایډرز لوبډلې، حیدراباد سنرایزر لوبډلې ته په نیمه پایلوبه کې په ماتې ورکولو سره د هند غوره لیګ شل اوریزو سوداګریزو سیالیو پایلوبې ته ووته.
کلکلته نایټ رایډرز لوبډلې د هند غوره لیګ په سږني پړاو کې د پام وړ لوبې تر سره کړې.
یادې لوبډلې تر دې مهاله ۱۴ لوبې تر سره کړې، چې نهه یې ګټلې او ۳ لوبې یې بایللې دي.
کلکلته نایټ رایډرز لوبډلې د سه شنبې په ورځ د سنرایزر حیدراباد لوبډلې ته په نیمه پایلوبه کې د اته وېکټو په توپیر ماته ورکړه او د یاد لیګ پایلوبې ته ووته.
نن د یی پي اېل لیګ د نیمه پایلوبې دویمه لوبه د راجستان رویلز او رویلز چلېنجر بنګلور لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.
که له یادو دوو لوبډلو هره یوه یې نن لوبه وګټې د تېرې ورځې د ماتې خوړل شوې لوبډلې سنرایزر سره به د پایلوبې ته د وتلو په موخه سیالي ترسره کوي.
کلکته نایټ رایدرز لوبډله د فلمي ستوري شاهرخ خان ده او یاده لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر هم لوبېږي.
د هند غوره لیګ پایلوبه د راتلونکې یک شنبې په ورځ ترسره کېږي.