سرچینې: پښتونخوا کې د یوه خبریال په ګډون پنځه کسان وژل شوي

ځايي سرچینې وايي، په میرعلي کې یو ځايي خبریال، بنو کې یو دیني عالم، په وزیرستان او اورکزیو کې درې قومي مشران په هدفي بریدونو کې وژل شوي. ويل کیږي دغه ټول بریدونه تېره ورځ سه شنبه ناوخته د نامعلومو وسله والو له لوري شوي دي.

په خیبرپښتونخوا کې دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي چې د شمالي وزیرستان ځايي خبریال کامران داوړ تېر ماښام د ميرعلي بازار سره نږدې کور ته په لار روان و، چې وسله والو په ډزو وواژه.
د وسله والو په بل برید کې ورته مهال په همدې کلي کې د فیاض په نوم يو بل ځوان هم وژل شوی.
سرچینې زیاتوي، چې په سوېلي وزیرستان کې هم تېره ورځ سه شنبه د (غبرګولي لومړۍ) نېټه وسله والو د حيات په نامه يو قومي مشر په ډزو وژلی.
د دې تر څنګ په اورکزیو کې هم يو کس د مينارخان په نامه په وسلوال هدفي بريد کې وژل شوی دی.
سیمه ییزې سرچینې وړاندې وايي، د عرفان په نامه یو دیني عالم بیا تېره ورځ ناوخته د وسله والو په مخامخ برید کې د بنو د پولیسو یو مرکز ته نږدې وژل شوی.
پولیسو د دغو بریدونو د پخلي تر څنګ ويلي چې وسله وال په تېښته بریالي شوي او د پولیسو پلټنې پسې روانې دي.
په سیمه کې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په پښتنو سیمو کې هدفي وژنې ډیرې شوې او ځايي امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي.
هغه وايي، په دې وروستیو کې نامعلومو وسله والو په خیبرپښتونخوا کې سیمه ییزو خبریالانو ته د مرګ ګواښونه کړي چې په وروستۍ پیښه کې یې کامران داوړ په نښه کړ.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغو پنځو ترسره شویو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.
وسله والې هدفي وژنې، ماین چاودنې، هوايي بریدونه او تښتونې هغه ناخوالې دي چې له تېرو نږدې شلو کلو راهیسې د خیبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول د وزیرستان اوسیدونکي ترې کړیږي.