د پاکستان د هواپېژندنې ادارې په ګڼو سیمو کې د تودوخې له امله د ښونځیو تړل کېدو پرېکړه کړې

د پاکستان د هوا پوهنې اداره وايي، چې چې د پنجاب او سند په ایالتونو کې به راتلونکې اونۍ د تودوخې درجه له شپږو څخه تر اتو درجو لوړه شي. د دغې ادارې په خبره، د پنجاب او سند په ایالتونو کې به تر نورو هغو د تودوخې درجه لوړه وي.

د هواپېژندنې ادارې له دغه خبرداري وروسته د پنجاب په ایالت کې د مې له ۲۵مې نېټې وروسته به ټول ښوونځي وتړل شي او په کراچۍ کې بیا د نهمو او لسمو ټولګیو روانې ازموینې هم وځنډول شوې.
خو دغې ادارې دا نه دي ویلي، چې دغه ښوونځي به د مې له ۳۱ څخه وروسته بېرته پرانیستل کېږي؛ که له دې سره به د ښوونځیو کلنۍ رخصتي پیلیږي.
د پاکستان د هوا پیژندنې ادارې ویلي، د مې له ۲۱مې نه تر ۳۱مې پورې په پنجاب او سند ایالتونو کې به د تودخې درجه له شپږو تر اتو درجو لوړه شي؛ دا رنګه په خیبر پښتونخوا او پلازمېنه اسلام اباد کې به هم تودوخه پر همدغې کچه لوړه شي.
د پاکستان د هواپوهنې ادارې له خلکو غوښتي، چې له اړتیا پرته دې له کورونو څخه نه وځي او د وتو پر مهال دې اړین ګامونه واخیستل شي.
دغه اداره وايي، په پنجاب او سند ایالتونو کې روغتونونو ته سپارښتنه شوې چې د اړتیا پر مهال باید بشپړ چمتوالی ولري او د هغو دارو درملو تابیا دې وکړي چې د ګرمۍ وهلو ناروغانو ته اړین دي.
پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې راځي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی دی.
په دغه هېواد کې د تودوخې تر ټولو ستره څپه په ۲۰۱۵ کال په کراچۍ کې راغلې وه، چې له امله یې ۱۲۰ کسه مړه شوي وو.