ازبکستان د افغانستان د وروستیو سېلاب ځپلو لپاره ۲۰۰ ټنه مرستې طالبانو ته وسپارلې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/fa3f013e99591f9cb2038ac9977b7f0ce2f04740-1000x563.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په حیرتان بندر کې د ازبکستان له لوري له سیلاب ځپلو سره د بشري مرستو ۲۰۰ ټنه بېلابیل خوراکي توکي د دې ډلې ځايي چارواکو ته وسپارل شول. دغه مرستې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سپارلې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن په اېکس کې لیکلي دي، چې د ازبکستان دې ۲۰۰ ټنه مرستو کې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریژې، ۲۵ زره لېتره غوړي، ۱۰۰ خیمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او ورته نور توکي شامل دي.
نوموړی زیاتوي،د مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال، د بلخ مرستیال والي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس، ترمذ کې د طالبانو کونسل او نورو طالب مسؤلینو ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزرات اداري او مالي مرستیال رحمت الحق فضیل ازبک پلاوي ته ډاډ ورکړی؛ چې د ازبکستان بشردوستانه مرستې به په شفاف او عادلانه ډول اړمنو افغانانو ته ورسیږي.
د هېواد په شمال کې وروستیو سېلابونو سلګونو افغانانو ته مرګ او ژوبله واړوله او شاوخوا شل زره کورونه ویجاړ شوي دي.
نیوکې دا دي، چې طالبان د خلکو سره پر وخت د مرستو رسولو بهیر پڅ روان دی او سېلاب ځپلی بې سرنوشته تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي.