د رييسي پر انسټاګرام له خلکو غوښتل شوي، چې د هغه د روغتیا لپاره «دعا، نفل او نذر» وکړي

د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي د انسټاګرام پر صفحه له خلکو غوښتل شوي، چې د هغه او ملګرو د روغتيا لپاره «دعا، ختم او نذر» وکړي.

د ولسمشر د انستاګرام پر صفحه لیکل شوي: «د هغه او ملګرو د روغتيا لپاره دعا، ختم او نذر» وکړي.

بل لوري ته بيا رويټرز خبري اژانس د يوه ایراني چارواکي له قوله ليکلي، چې د ولسمشر رييسي او د بهرنيو چارو د وزير عبداللهیان ژوند په خطر کې دی.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د پېښې له ځای څخه ترلاسه شوي راپورنه د اندېښنې وړ دي.

نوموړي په ټينګار سره وايي «موږ لا هم هیلې لرو»

د ابراهيم رييسي د چورلکي د غورځېدو ځای ته د ژغورونکو د حرکت لومړنۍ ويډيو او انځورونه هم په رسنيو کې خپاره شول.

په ويديو کې يوه غرنۍ سېمه او ککړه هوا معلوميږي، چې ايراني ژغورني ډلې پکې د پلټنو عمليات پیل کړي.

ایراني رسنۍ تسنيم په خپل راپور کې ليکلي، چې د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې نږدې شوي دي.

د تسنیم خبريال د ایران سپاه پاسداران له نږدې سرچينو خبر ورکړی، چې سرې مياشتي، ژغورونکې ډلې، غره ختونکي او د سيمې خلک به په نږدې نيم ساعت کې د ایران د ولسمشر د چورلکې د پېښې ځای ته ورسيږي.

د امريکا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د رييسي د چورلکي د پېښې خبر په دقت تعقيبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي: « واشنګټن د رييسي او امير عبداللهیان د سپرلۍ د چورلکي د غورځېدو راپورنه له نژدې څاري»

هغه په دې اړوند زياته کړه: « دا مهال موږ د پېښې په اړه څه نه لرو»

د ایران د کورنیو چارو وزير احمد وحيدي له صدا او سيما خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، چې د ولسمشر او د هغه د ملګرو د لټون لپاره یې عمليات پيل کړي؛ خو لا یې دقيق معلومات نه شته.

د راپورنو له مخې؛ د ولسمشر د لېږد په چورلکه کې ایت الله الهاشم، د تبریز د جمعې امام او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم موجود وو.

تر اوسه لا د پېښې او مرګ ژوبلې په اړه نور جزیيات نه دي شریک شوي.