ملګري ملتونه: ۷۳سلنه افغان مېرمنې نه شي کولای له نارینه پرته سیمه‌ییزو بازارونو ته لاړې شي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۸

د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په افغانستان کې د کارکوونکو مېرمنو په اړه راپور خپور کړی.
دغه سازمان لیکلي، هغو ۷۳ سلنې مېرمنو سره چې مرکې شوې ویلي چې د کورنۍ له نارینه غړي پرته هغو بازارونو ته نه شي تللای چې هلته طالبان واکمن دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې بشپړ راپور د پنجشنبې په ورځ د «افغانستان کارکوونکو مېرمنو ته غوږ نیول؛ او د هغوی پیاوړتیا او مبارزې» تر سر لیک لاندې خپور شوی دی.
دغه راپور د ۳۱۰۰ تنو مېرمنو سره د مرکو او ډله‌ییزو بحثونو پر مټ چمتو شوی دی.
د دغه بنسټ په وینا، پر مېرمنو د دې خبرې جبري کول چې پرته له نارینه‌و بهر نه شي وتلای یو دروند پېټی دی چې د هغوی پر اوږو بار شوی او له دې کار سره یې هغو مېرمنو ته ستونزې زیاتې کړې، چې له کوره د باندې کارونه کوي.
په راپور کې راغلي، چې کارکوونکې مېرمنې په افغانستان کې د ډېرو بندیزونو لکه تبعیضي چلند او د کمزوري اقتصاد سره مخامخې شوې دي.
یو، ‌اېن‌، ډي، پي لیکلي چې د مېرمنو په تګ راتګ لګېدلو بندیزونو د دوی چارې نورې هم سختې کړې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۱۵.۸ مېلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړمن دي او د کارکوونکو مېرمنو شمېر شپږ سلنې ته ښکته شوی دی.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په شاوخوا درېیو کالو کې پر ښځو بې‌شمېره بندیزونه لګولي، پر هغوی د زده‌کړو او کارکولو د بندیزونو تر څنګ په ځانته سر له کورونو نه شي وتلای او پرته له محرمه هم سفر نه شي کولای.

نور خبرونه

رادیو