سرچینې: تېره ورځ د «خرلاڅي» لارې د خلاصون په اړه خبرې بې پایلې پایته ورسېدې

افغانستان انټرنشنل ته سرچینې وايي، چې تېره ورځ د ⁧‫پاکستاني‬⁩ او ⁧‫افغان پلاوي‬⁩ ترمنځ د «⁧‫خرلاچي‬⁩» لارې د خلاصون په اړه خبرې بې پایلې پایته ورسېدې. دغه سرچینه وایي، همدا تېره ورځ هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو‬⁩ ترمنځ په سیمه کې ډزې شوې دي.

وړمه ورځ د دواړو غاړو په نښته کې ۴ پاکستاني ځواکونه ټپیان شوي وو.
د سرچینې په وینا، په دغو خبرو کې چې پرون بې پایلې پایته ورسېدې افغان پلاوي د خرلاڅي لارې د پرانیستو غوښتنه وکړه؛ خو پاکستاني لوري بیا لومړی د بشپړ ډزبندۍ غوښتنه کړې ده.
همدا تېره ورځ هم د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې په سپینه شګه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه.
سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو غوښتل په دغه سیمه کې پوسته جوړه کړي؛ خو د طالبانو سرحدي ځواکونه یې خنډ شول او له امله یې جګړه ونښته.
خرلاڅي لاره هم د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ هغه بله لاره ده چې ډېر ځله سوداګریز توکي پرې لیږدول کیږي او په اړه یې ویل کیږي چې تر نورو لارو لنډه هم ده.