د ناروې غونډې یوه ګډونواله: طالبان د ټولو ښځو ګډ دښمنان دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷

په ناروې کې د طالبانو له استازو سره د افغان فعالانو د غونډې یوې ګډونوالې اصیلا وردګ، له دغې غونډې وروسته طالبان «د ټولو ښځو ګډ دښمنان» بللي.
اغلې وردګ په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي چې هغې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په بلنه په دې ناسته کې برخه اخیستې وه.

د مېرمن وردګ په وینا، په دغې ناسته کې د کډوالو پر ستونزو، بشري مرستو، د نجونو پر زده کړو، د ښځو د کار او د ښځو د اقتصادي وضعیت پر ښه والي خبرې وشوې.
هغې وويل چې په دې غونډه کې د طالبانو د استازو په ګډون ۴۰ تنو ګډون کړى وو.
له دغې غونډې وروسته اصیلا وردګ ټینګار وکړ چې «ښځې معامله‌ګرې او خاینې نه دي او طالب د ټولو ښځو ګډ دښمن دی.»
هغې وویل چې همدې ښځو د افغانستان په اړه د ناروې په غونډه کې د طالبانو په شتون کې «مستقیم او مخامخ» خپل دریځ اعلان کړ.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو یو شمېر غړي او دغې ډلې ته نږدې د مدني ټولنې غړي لکه نظرمحمد مطمین، قاضي سعید مشک عالم، مطیع الله محمدي، جعفر مهدوي، صالح مزاري، سید یونس اغا، حدید ذاکر او فیض ځلاند د دې غونډې د ګډونوالو له ډلې څخه وو.

نور خبرونه

رادیو