برېټانیا غواړي د افغانستان، سوریې او عراق ډېر کډوال روانډا ته واستوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷

د برېټانیې د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبه په ورځ ویلي چې د رد شويو پناه غوښتونکو ډیرې ډلې د دې وړ دي چې له برېټانیا څخه روانډا ته و اېستل شي.
د نوې پرېکړې له مخې به د افغانستان په څېر هېوادونو هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنلیکونه یې مخکې رد شوي وو، روانډا ته استول کېږي.

تر دې مخکې د ریشي سوناک حکومت ویلي و، هغه پناه غوښتونکي چې له ۲۰۲۲ کال وروسته په ناقانونه توګه برېټانیا ته راغلي او د پناه غوښتنې دوسیې یې رد شوې وې روانډا ته به واستول شي. خو د نوې پریکړه له مخې به زرګونو نور هغه چې دا مهال په کړاو کې دي، هم و ایستل شي.
د جګړه ځپلو او خطرناکو هیوادونو پناه غوښتونکي نه غواړي بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي او په برېټانیا کې د پاتې کیدو تمه لري، ان که د دوی غوښتنلیکونه هم رد شي.
جیمز کلیورلي وویل: «هغه کسان چې په انګلستان کې د پاتې کیدو حق نه لري باید دغه هیواد پریږدي. یو بل خوندي هیواد د دوی په تمه دی او هلته به د دوی د نوي ژوند په جوړولو کې مرسته ورسره وکړي.»
د برېټانيا حکومت وايي روانډا يو خوندي هېواد دی، د افغانستان او نورو هېوادونو کډوال، که نه غواړي بېرته ستانه شي په روانډا کې دې پاتې شي.
د سکای نیوز په وینا، رد شوي پناه غوښتونکي به تر پنځو کلونو پورې په روانډا کې د برېټانیا د حکومت له ملاتړ څخه برخمن وي.
کلیورلي ومنله: «ډیری پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته نه شي استولی، ځکه چې دوی ښايي له ګواښ سره مخ شي، په تېره بیا د افغانستان، عراق او سوریې اوسیدونکي.»
د دې پرېکړې له اورولو وروسته د بشري حقونو فعالانو او د پناه غوښتونکو ملاتړو سازمانونو پر حکومت سختې نیوکې وکړې.
د ټیلیګراف په وینا، د کډوالو د حقونو فعالانو وویل: «د حکومت دغه پرېکړه د کډوالو د کړکیچ د حل لاره نه ده. برېټانیا باید د پناه غوښتنې خپلې تګلارې سمې کړي، د قاچاق وړونکو لاسونه لنډ کړي او د پناه غوښتونکو لپاره خوندي لارې څرګندې کړي. »
د ریشي سوناک حکومت هیله لري چې روانډا ته د رد شویو او ناقانونه پناه غوښتونکو ایستل به په راتلوونکي کې برېټانیا ته له خطرناکو لارو د نورو پناه غوښتونکو مخه ونیسي.
خو له دې سره هم تېره اوونۍ ۷۶۰ کسان په کوچنیو کښتیو کې د مانش کانال له لارې برېټانیا ته ورسېدل

نور خبرونه

رادیو