افغان کډوال: سره له دې چې خپله ډېرې ستونزې لرو، خو د بغلان سېلاب ځپلو سره مرستو ته چمتو یو

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال وايي، سره له دې چې دوی په مهاجرت کې له سختو اقتصادي ستونزو سره غاړه غړۍ دي؛ بیا هم چمتو دي چې خپله یوه مړۍ ډوډۍ د بغلان له سېلاب ځپلو سره ووېشي.

په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو د شورا مرستیال میوند عالمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې ګڼو افغان کډوالو چمتوالی ښودلی چې په بغلان ولایت کې د سېلاب ځپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.
ښاغلي عالمي زیاته کړه: زموږ افغان کډوال په پاکستان کې زیاتې ستونزې او کړاوونه ګالي؛ خو دوی وايي چې له لسو کلدارو نېولې تر یو لک کلدارو پورې یې چې په وس کې وي د کډوالو شورا ته سپاري، چې په افغانستان کې زموږ د سېلاب ځپلو خوېندو وروڼو سره مرسته وشي.
ښاغلي عالمي دا رنګه وویل، چې دوی به مرسته شوې پیسې یا په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته سپاري او یا به داسې یو پلاوی ټاکي چې پر ټولو شویو پیسو خوراکي اړین توکي، دارو درمل او د کور کاڼي کودي وپېري او د یو پلاوي پر مټ به یې سیمې ته ورسوي.
په اسلام اباد کې افغان کډوال په نورو هېوادونو کې پر مېشتو افغان کډوالو هم غږ کوي، چې د ژوندانه په دغسې سختو شرایطو کې د خپلو غمځپلو افغانانو لاس نیوی وکړي او د هغوی سره مرستې ته ورودانګي.
که څه هم چې ګڼو افغان سوداګرو او د ملي لوبډلو یو شمېر لوبغاړو له سېلاب ځپلو سره د مرستو ټټر وهلی؛ خو په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال د نړۍ له نورو هېوادونو له کډوالو په دې برخه کې مخکښ شول، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره، سره بیا هم د خپلو غم ځپلو هېوادوالو سره د مرستې غږ اوچتوي.

نور خبرونه

رادیو