د طالبانو بهرنیو چارو وزیر: افغانستان دې د اقلیم د بدلون اړوند مالي مرستو ته لاسرسی ومومي

په کابل کې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په لیدنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وویل چې افغانستان مرستو ته اړتیا لري او باید د چاپېریال د بدلون په تړاو مالي مرستو ته لاسرسی ولري. امیرخان متقي زیاته کړه: «وروستي سېلابونه ډېر ویجاړونکي دي.»

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) عملیاتي مشر ادیم وسورنو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې اندریکا ریتاوتي هم ګډون درلود.

امیرخان متقي په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته په اشارې سره له نړیوالو او مرستندویه موسسو د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (غوايي ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اندریکا ریتاوتي ویلي چې موږ هڅه کوو چې بشري مرستې او سیاسي موخې له یو بل سره بېلې وي.

د طالبانو د شمېرو له مخې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سېلابونو ۳۱۵ کسان مړه کړي او تر ۱۶۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د بغلان په پنځو ولسوالیو کې شپږ لکه کسان سېلابونو ځپلي دي.