کډوال؛ د ترکيې پوليسو په موغلا ښار کې ۲۹ افغان او سوريايي کډوال نيولي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۴

ترکیې رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو ۲۹ تنه افغان او سوريايي کډوال چې غوښتل یې یونان ته د کډوالۍ په موخه حرکت وکړي، په موغلا ښار کې نیولي دي.

د راپورونو له مخې؛ د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد د پولیسو په عملیاتو کې دوه کسان هم د «انساني قاچاق» په تور نیولي دي.

د ترکیې رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پولیسو هغه پناه غوښتونکي پېژندلي او نیولي چې له ترکیې څخه یونان او اروپا ته د «غیر قانوني» کډوالۍ پلان یې درلود.

د راپورونو له مخې؛ دغه پناه غوښتونکي توقیف ځایونو ته لېږدول شوي او له دوو قاچاق وړونکو څخه یو یې محکمې ته وړاندې شوی دی.

د ترکیې پولیسو د شنبې په ورځ هم ۴۱ تنه نور پناه غوښتونکي چې غوښتل یې یونان ته د کډوالۍ په نیت د موغلا په ښار کې نیولي دي.

د موغلا ښار د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه ښار پوليسو په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ښار کې د انساني قاچاق په تور ۶۵ کسان نيولي دي.

ترکيې رسنیو خبر ورکړی، چې په دې موده کې په دغه ښار کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۱۳۹ کډوال پیژندل شوي او نیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو