په افغانستان کې مرګونی سېلاب؛ د ایران استازی وایي، د خلکو د ژغورنې زرین ساعتونه ضایع کیږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/8c396d7a6d661281202f28bb4c980059b1be6f4f-600x400.jpg?rect=0,31,600,338&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي په بغلان کې سېلاب ځپلو ته د بشري مرستو د منلو په برخه کې د طالبانو پر "غیر متوازن چلند" او "نامعلومې کړنلارې" نیوکه وکړه.
کاظمي قومي وايي؛ د انسانانو د ژوند د ژغورلو طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول کېږي.
ښاغلي قومي د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هرات د خونړۍ زلزلې پر مهال د خلکو د ژغورلو پر ځای طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول شوي دي.
دغه ایراني ډېپلومات ویلي، چې دغه ډول کړنلارې "پرېکړه کول ستونزمن کړي دي."
د ایران سفیر اعلان وکړ، چې د طالبانو د غوښتنې په صورت کې د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، چې د افغانستان د شمالي ولایتونو سېلاب ځپلو ته د سرې میاشتې او د خمیني د مرستې کمېټې له لارې مرستندویه ځواکونه، طبي ټیمونه او د خلکو مرستې ورسوي.
طالبانو تر اوسه د ایران د مرستې د ورکړې اعلان ته ځواب نه دی ویلی.
د ایران استازي له طالبانو وغوښتل، چې د مرستې غوښتنه دې په څرګند ډول مطرح کړي.
د هېواد په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې د سېلابونو له راوتو درې ورځې تېرې شوې؛ خو تر اوسه د پام وړ مرستې سېلاب ځپلو ته نه دي رسېدلي.