قوش تيپه جام: بند امير لوبډلې سپين غر ته ماته ور کولو سره پنځمه لوبه هم وګټله
په افغانستان کې د فوش تيپې شل اوره جام سياليو کې بندامير لوبډلې سپين غر زون ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه. سپین غر په شلو اورونو کې ۱۴۴ منډې کړې وې، خو بند امیر په شپاړسم اور کې دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د شنبې د ورځې د لومړی لوبې پچه سپين غر لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
سپين غر زون کرېکټ لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې هدف وټاکه.
د سپين غر زون په لوبډله کې محمد شهزاد په ۴۷ او سمېع الله شينواري په ۲۵ منډو سره تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.
بند امير لوبډلې د خپلو دريو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ۱۵،۵ اور کې پوره کړ او دغه لوبه یې د ۷ ويکټو په توپير وګټله.
بند امیر لوبډله کې صديق الله اتل نيمه سليزه جوړه کړه او دا يې په روانو سياليو کې څلورمه نيمه سليزه شوه.
دا په قوش تېپه جام کې د بند امیر پنځمه لوبه ده چې ګټي يې.
بند امير تېره لوبه کې هم مس عینک لوبډلې ته په پنځو منډو ماته ورکړې وه.
د دې سياليو د نن ورځې دوهمه لوبه د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ ده.
امو د لوبې پچه ګټلې او اوس توپوهنه کوي.