طالبان وایي، چې په بدخشان ولایت کې وروستیو سېلابونو پنځه کسان مړه کړي دي
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو پنځه تنه مړه کړي او دوه نور بیا لادرکه دي.
د طالبانو د دغو مسوولینو په وینا، د دغه ولایت په ۸ ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ مرګ ژوبله هم اړولې ده.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر محمد اکرم اکبري ویلي، چې دغه سېلابونه په تشکان، شهر بزرګ، تګاب، کشم، درایم، وردوج، یاوان او کوهستان ولسوالیو کې راوتلي دي.
په تخار ولایت کې هم د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړې ده.
له بل پلوه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.
ورته مهال د بغلان ولایت لپاره د طالبانو طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو مشر هدایت الله همدرد ویلي، چې په بورکه، نهرین، مرکزي بغلان او د دغه ولایت په نورو برخو کې سخت سېلابونه راغلي دي.
هغه ویلي، کېدای شي چې د مړو شویو کسانو شمېر له دې هم زیات وي.
ورته مهال د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په بغلان او نورو ولایتونو کې د سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي:« د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم او هیله لرم، چې مرستندویه ادارې او ملي سوداګر له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.»