د قوش تیپې ملي جام؛ نن بند امیر د سپین غر پر وړاندې او امو د مس عینک پر وړاندې لوبېږي
د قوش تېپې ملي شل اوریز جام کرېکټ سیالیو پر دوام، نن په ۱۹مه لوبه کې د بند امیر لوبډله د سپین غر پر وړاندې او په ۲۰مه لوبه کې د امو لوبډله د مس عینک پر وړاندې لوبه کوي. د ۱۹مې لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
له دغې لوبې وروسته به د دغو سیالیو ۲۰مه لوبه نن د امو او مس عینک لوبډلو ترمنځ د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو پیل شي.
تېره ورځ امو لوبډلې بند امیر لوبډلې ته د لسو منډو او بست لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د قوش تېپې په روانو سیالیو کې دا د امو لوبډلې دویم بری و.