د امریکا پوځ عمومي مشر د پاکستان د پوځي چارواکو سره د خیبر پښتونخوا له ځینو سیمو لیدنه کړې
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) مشر جنرال مایکل کوریکلا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د ګډو هڅو په اړه د پاکستان له پوځي چارواکو سره لیدلي دي.
سنتکام پرون (پنجشنبه د غويي ۲۰مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې جنرال کوریلا د دغه سفر په ترڅ کې د خیبر پښتونخوا یو شمېر سیمو ته ورغلی او هلته یې د پاکستان د پوځي چارواکو په ملتیا د پاکستان د اوومې فرقې او یوولسم نمبر قول اردو څخه لیدنه کړې او د دغو پوځي اډو له چارواکو سره یې د ترهګریزو پېښو د مخنیوي په تړاو سلا مشورې کړې دي.
د سنتکام په خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال کوریلا په دغو لیدنو کتنو کې د پاکستاني ځواکونو وړتیاوې ستایلې او ډاډ یې ورکړی چې امریکا به د پاکستاني پوځ سره د ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپلو همکاریو ته د تېر په څېر دوام ورکوي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خیبر پښتونخوا ډېرې سیمې نا امنه شوې او د دغه هېواد پوځ او نور امنیتي ځواکونه د وسلهوالو تر سخت فشار لاندې راغلي دي.
پاکستاني چارواکو تل دغلته د نا امنیو پړه په افغان طالبانو اچولې او ویلي یې دي، چې د دغو ټولو نا امنیو پلانونه په افغانستان کې جوړېږي، هغه ادعا چې تل د طالبانو لهخوا رد شوې ده.
خو لا تر اوسه پاکستاني غاړې د دغې لیدنې کتنې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.