د پاکستان لومړي وزیر په شمالي وزیرستان کې د نجونو په خصوصي ښوونځي د برید غندنه وکړه

د پاکستان لومړي وزیر د جمعې په ورځ (د غویي۲۱مه) په شمالي وزیرستان کې د نجونو په خصوصي ښوونځي د ترهګریز برید غندنه وکړه. ‎تېره شپه په شمالي وزیرستان کې یو ښوونځی د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا په بمونو والوځول شو.

په شمالي وزیرستان کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته پرون (پنجشنبه د غویي ۲۰مه) ویلي و، چې دغه د نجونو ښوونځی یواځینی خصوصي ښوونځی و چې د شیوې په سیمه کې جوړ شوی و.

محمد شهباز شریف په یوه اعلامیه کې د دې برید د عاملینو د ژر تر ژره پېژندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو لارښوونه کړې ده.

ښاغلي شریف په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د دې ښوونځي ویجاړې شوې برخې دې ژر تر ژره په دولتي لګښت ورغول شي.

ښاغلي شریف زیاته کړه: «د نجونو د زده کړې په لاره کې د خنډونو رامنځ ته کولو لپاره د ترهګرو ناوړه طرحې به بريالي نه شي. څوک چې د نجونو د تعلیم مخه ونیسي د قانون منګلو ته به سپارل کیږي.»

هغه زیاته کړه، چې دولت د پاکستان نجونو ته د تعلیم او پرمختګ لپاره په خپل ټول توان کار کوي.

د خیبر پښتونخوا په ډېریو سیمو کې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو سره په دغو سیمو کې ښوونځي په تېره بیا د نجونو ښوونځي له سختو ګواښونو سره مخامخ شوي دي.