په کابل کې د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ورزش او بدني روزنې ریاست له‌خوا د اتحاد زون غېږنیونې ‏سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې ۱۵۰ لوبغاړو برخه لرله.

د دغو سیالیو د ترسراوي موخه د افغان لوبغاړو هڅونه او د غوره لوبغاړو غوراوی او پېژندل یاد شوي دي.
دغه سیالۍ په څلورو عمري کټګوریو کې ترسره شوې دي.