پاکستان او جاپان د اذلان شاه هاکي کپ پايلوبې ته لار پېدا کړه
د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې پاکستان او جاپان فاینل لوبو ته لار پیدا کړه. پاکستان او جاپان د دریو بریاوو او یوې مساوي لوبې په ترسره کولو سره د جدول د سر ځای نیولی او پايلوبې ته يې لار پېدا کړې ده.
له دې سره، ټاکل شوې د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې به پاکستان سبا ته له نیوزیلنډ سره هم سیالي وکړي.
دغه لوبه به د مالیزیا په ايپور ښار کې د پاکستان پر وخت یوه بجه پیل شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد تر اوسه خپلې درې لوبې له مالیزیا، سویلي کوریا او کاناډا څخه ګټلې دي او ددغو سیالیو په لړ کې له جاپان سره یوه مساوي لوبه هم لري.
په دې سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد ماليزيا ته ۵ - ۴ او سویلي کوريا ته ۴ - ۰ په مقابل کې ماتې ورکړې وې او درېيمه لوبه یې د جاپان سره ۱ په ۱ مساوي کړې وه.
د اذلان شاه هاکي کپ په دې سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون شپږ لوبډلې پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې لوبيږي.