طالبان: له ایران او پاکستانه له ۳نیم زرو ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه ستانه کړل شول
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ له درې نیم زره ډېر افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونه راستانه کړل شول چې ۲۴ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت وايي، د چهار شنبې په ورځ د (غويي ۱۹مه) له ایران هېواده ۲۸۰۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه راستانه کړل شول.
د طالبانو د کډوالو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، یاد افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.
د کډوالو وزارت وايي، په راستانه کړل شویو کډوالو کې ۲۴ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې د کورنیو موندلو په موخه د وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.
همدارنګه دغه وزارت وايي، چې تېره ورځ ۷۴۸ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو په جبرې توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت وايي، د پاکستان او ایرانه راستانه کړل شوي هغه کډوال چې اړمن وو، د مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د خوراک نړۍوال سازمان او د کډوالۍ په برخه کې د ملکرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي دي، غیري قانوني کډوال دې نور له دې هېواده ووځي او د پاکستان حکومت بیا د جون تر ۳۰مې نېټې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده.