د هواپوهنې اداره: ۲۲ ولایتونو کې د باران، تالندې، تېزو سېلیو او د سېلابونو راوتو اټکل شوی

د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې د (غويي ۲۱مې څخه تر ۲۲مې نېټې) پورې په ۲۲ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې، تېزو سېلیو او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست او بامیان ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۵ تر ۴۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
له دې سره د سالنګونو په ګډون په شمالي، مرکزي، لویدیځو، سوېل لویدیځو او سوېلي ولایتونو کې د سېلیو کچه په بېلابېلو سیمو کې په یو ساعت کې له (۳۰ تر ۷۰) کیلو مترو اټکل شوې ده.
تېره ورځ هم د طالبانو د هوا پوهنې ریاست ویلي و، د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۲۰مه) د افغانستان په اوو ولایتونو کې د تېز باران، زورورې سېلۍ او سېلابونو راوتلو اتکل شوی.
په تېرو څو اونیو کې د سېلابونو له امله د افغانستان خلکو ته د ځاني زیانونو تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي، سلګونه کورونه ویجاړ شوي او پر زرګونه زره جریبه ځمکې کرل شوي فصلونه له منځه تللي دي.