د قوش تېپې ملي جام؛ نن سپین غر د مس عینک او بند امیر د بست لوبډلې پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د قوش تېپې ملي سیالیو په دوام به نن لومړۍ لوبه سپین غر د مس عینک لوبډلې پر وړاندې او دویمه سیالي به د بند امیر‍ او بست لوبډلو تر منځ وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۲۰مه) د قوش تېپې ملي جام سیالیو په دوام به د کابل په نړۍوال لوبغالي کې دوه سیالۍ ترسره شي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، لومړۍ سیالي د سپین غر او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالو ۱۵مې لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او د مس عینک لوبډلې پر وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
کرېکټ بورډ وايي، دویمه سیالي به د کابل په سیمه‌ایز وخت د ماسپښین له یوې بجې وروسته د بند امير او بست لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د کرېکټ بورډ مسوولین وايي، د یاد جام سیالۍ د ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی او دوی به وشي کولای چې د یاد لیګ څخه د کرېکټ غوره ستوري بیامومي.
په قوش تېپې شل اوریز ملي جام سیالیو کې بند امیر، بست، مس عینک، سپین غر زون او امو لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبېږي، چې مخکښه یې د بند امیر لوبډله ده.