د قوش تېپې ملي جام سیالۍ؛ نن بست د مس عینک او سپین غر د امو لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د قوش تېپې ملي جام سیالیو په دوام نن لومړۍ لوبه بست د مس عینک لوبډلې پر وړاندې او دویمه سیالي د سپین غر زون د امو لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د سه شنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) د قوش تېپې ملي جام کې به د کابل کرېکټ په نړۍوال لوبغالي کې دوه سیالۍ ترسره شي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، لومړۍ سیالي د بست او مس عینک لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.
د قوش تېپې ملي جام ۱۱مې لوبې پچه مس عینک لوبډلې ګټلې او بست لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړې.
کرېکټ بورډ وایي، دویمه سیالې به له غرمې وروسته د سپین غر او امو لوبډلو تر منځ ترسره شي.
د قوش تېپې ملي جام سیالیو کې پنځه لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
د یاد جام مخکښه لوبډله بند امیر ده، چې تر دې مهاله یې درې سیالۍ ترسره کړې او درې واړه یې ګټلې دي.
بند امیر لوبډله د شپږو نمرو په لرلو سره د یادو سیالیو په جدول کې په اول مقام کې ده.