پاکستاني چارواکي: موټر چلوونکو ته مو داسې کارټونه جوړ کړي،چې پرې به ډاډمن تګ راتګ وشي کړای

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وايي، هغو افغان موټر چلوونکو ته یې داسې کارټونه جوړ کړي چې پر مټ به یې د یو کال په ترڅ کې د دغه هېواد بېلابېلو برخو ته پرې سوداګریز تګ راتګ کولای شي.

دغې سرچېنې دا رنګه ویلي، دغه کارټونه چې (ټي اې ډي) نومېږي د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۳۰م نېټې پورې به اعتبار ولري.
سرچېنې زیاته کړې، چې دغه اجازه لیک د پاسپورټ حیثيت لري او تر يو کال پورې ټول موټر چلوونکي پرې په ډاډمنه توګه تګ راتګ کولای شي.
د سرچېنې په خبره، د دغو کارټونو د وېش لپاره به لومړی په پېښور او بيا په تورخم، انګور اډه، خرلاڅي او غلام خان کې ځانګړي دفترونه پرانیستل شي او موټر چلوونکي به له دغو سیمو څخه د (ټي اې ډي) کارټونه ترلاسه کړي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانسپورټ او سوداګرۍ چارې له ډېرو کلونو راهیسې له لوړو ژورو سره مخامخ دي، ډېر ځله د موټر چلوونکو د پاسپورټ نشتوالي هم د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې چارې ټکنۍ کړي او د دواړو خواوو ترانسپورټرانو او سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
ګڼ سوداګر وایي، چې د نویو کارټونو وېش به تر ډېره د دواړو هېوادونو تر منځ شته ستونزې غوڅې کړي؛ خو دوی په دواړو خواوو غږ کوي، چې سوداګري دې له سیاسته لرې وساتي او په دې برخه کې راټوکېدونکي ستونزې نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګریزې چارې په ټپه دروي؛ بلکې د دواړو هېوادونو حکومتونه او ولسي خلک هم زیانمنولای شي.