د افغانستان الف لوبدلې د سریلانکا الف لوبډلې په وړاندې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د سریلانکا الف لوبډلې په وړاندې وروستۍ لوبه د شاهد الله کمال په لوبډلمشرۍ تر سره کېږي او د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشر اکرام علي خېل د ګوتې د ټپ له امله له لوبډلې بهر شوی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د (غوايي ۱۸مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې په وړاندې د وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان الف او سریلانکا الف لوبډلو د یو ورځنیو سیالیو روانې لوبلړۍ درې لوبې د سریلانکا الف لوبډلې او یوه د افغانستان الف لوبډلې ګټلې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په ننۍ لوبه کې به ریاض حسن، عبدالمالک، ذبید اکبري، دروېش رسولي، محمد اسحاق، قیس احمد، ننګیال خروټی، نوید ځدراڼ، کامل کاکړ او بلال سمیع به د شاهد الله کمال په لوبډلمشرۍ د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
بل خوا د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشر اکرام علي خېل د سریلانکا الف لوبډلې په وړاندې په مخکینۍ لوبه کې د وېکېټ ساتنې پر مهال ټپي شوی.
د کرېکت بورډ په وینا، د نوموړي د کېڼ لاس منځنۍ ګوتې د ټپې کېدو له امله د سریلانکا الف لوبډلې سره د وروستۍ لوبې څخه بهر شوی او پر ځای یې شاهدالله کمال ته د لوبډلمشرۍ مسوولیت ورسپارلی دی.