تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو له لوري د چمن په پرلتوالو ډزې وشوې چې له امله یې یو کس ووژل شو او نږدې شل کسان ټپیان شول.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته پرون ویلي و، چې شپږ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي خو وروسته معلومه شوه چې په ډزو یو کس وژل شوی و.
د چمن ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د محمد ایوب په نوم هغه اعتراض کوونکی چې تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی و، نن خاورو ته وسپارل شو.
خو د چمن پرلتوال وايي، د چمن ځايي حکومتي چارواکو پر هغه ځواکونو د قضيې د ثبتېدو څخه انکار کړی چې په ډزو کې یې یو تن وژل شوی او نږدې شل کسان نور ټپیان شوي دي.
د چمن پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د وژل شوي کس جنازه تېره شپه د اعتراض په ډول د پاکستاني ځواکونو د یوه مرکز مخې ته ایښې وه.
د چمن پرلت ویاند محمد صادق اڅکزی وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري پر پرلت له برید وروسته یې اوس په چمن ښار کې کاربندیز او د چمن ـ کوټې لویه لاره تړلې ده.
په چمن کې د تېر اکتوبر له ۲۱ له افغانستان سره د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ د جبري کېدو خلاف دا پرلت پیل شوی دی.
تردې مهاله د پاکستان حکومت او پرلتوال دواړه لوري له خپلې پرېکړي او غوښتونو نه دي په شا شوي او د سپین ـ بولدک چمن لاره له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ لپاره بنده ده.