د لندن په هوایي ډګر کې د بشري حقونو یوه فعاله خلیلزاد ته: تاسو افغانستان تباه کړ
د بشري حقونو فعالې حوریه مصدق د یکشنبې په ورځ (د غویي ۱۶مه) د لندن په هېټروی هوایي ډګر کې له زلمي خلیلزاد سره مخ شوې او ورته یې وویل، چې افغانستان دې تباه کړ.
مېرمن مصدق د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر وړاندې ودرېده او ویې ویل: «ښاغلی خلیلزاد! افغانستان دې تباه کړ.»
خلیلزاد نوموړې ته په ځواب کې وایي؛ ډېره هڅه یې وکړه، چې په افغانستان کې سوله او ارامي رامنځته شي؛ خو نورو همکاري ونه کړه.
مېرمن مصدق چې له ښاغلي خلیلزاد سره د مخامخ کېدو او خبرو اترو څه باندې دوه دقیقې ویډيو ثبت کړې ده، له نوموړي وغوښتل څو د افغانستان له ښځو بښنه وغواړي؛ خو خلیلزاد په منفي ځواب ورکولو سره وویل؛ هغه کسان دې بښنه وغواړي چې د افغانستان د ناورین مسوول دي.
ښاغلی خلیلزاد حوریه مصدق ته وایي، چې دی هم د افغانستان له وضعیته خوښ نه دی.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي د مېرمن مصدق د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: «امریکا پرېکړه وکړه، چې له افغانستان څخه ووځي، زما هڅه دا وه چې د طالبانو او افغانانو ترمنځ تفاهم رامنځته شي.»
خلیلزاد په دې خبرو کې وویل؛ د بېلابېلو اړخونو د تېروتنو له امله د طالبانو او د افغانستان د خلکو ترمنځ تفاهم رامنځته نشو.
مېرمن مصدق په دغو خبرو کې ښاغلي خلیلزاد ته وویل: «فکر نه کوې چې په طالبانو مو د باور کولو له امله تېروتنه کړې؟»
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: «مساله هیڅکله د باور نه وه، ځیني واقعیتونه و او داسې پرېکړې وشوې، مساله دا وه چې باید یو تفاهم جوړ شوی وای.»
د امریکا متحدو ایالتونو د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال زلمی خلیلزاد د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه، څو له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ یوسي.
خلیلزاد د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې له ۱۸ پړاوو خبرو وروسته له ملا برادر سره چې هغه مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و، د سولې هوکړه لاسلیک کړ.
دغه تړون له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ نړۍوالو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړه.
امریکا په خپلو راپورونو کې تایید کړی، چې د دوحې د تړون لاسلیک د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو مورال اغیزمن کړی و او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او په دې هېواد کې د طالبانو د ننوتلو لامل شو.