سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5100a209f8e57b2c6ea6269e7e9a4f315ee9f73c-1280x970.jpg?rect=0,125,1280,720&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د وېډیوګانو په لېږلو په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی. سرچينې وايي، د هرات په ګلران ولسوالۍ کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او ډېر مالي زيانونه یې اړولي دي.
همدارنګه سرچينې وايي، د سېلابونو راوتلو له امله د مړو او ټپيانو په شمېر کې د زياتوالي احتمال هم شته.
ځايي سرچیني وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ډير شمېر د اوسیدو کورنه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
تر دې مهاله طالبانو د سېلابونو له امله د اوښتونو ځاني او مالي زیانونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
خو طالبانو د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) خبر ورکړ چې د بدخشان – تخار د لویې لارې په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو تر منځ لارې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.