د طالبانو بهرنیو چارو وزارت:متقي د ترکیې له سفیر سره د لاجورد له لارې په سوداګرۍ خبرې وکړې

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې د لاجورد له لارې د سوداګرۍ د پیل تر څنګ په ترکیه کې د سوداګرۍ د ګډو نندارتونو د پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ترکیې له سرپرست سفیر جنګ اونال سره په کتنه کې له ترکیې سره د لاجورد له لارې د سوداګرۍ د پیل او افغان سوداګرو په ګډو هڅو په ترکیه کې د مشترکو نندارتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو بهریو چارو وزارت د ترکیې د سفیر له قوله لیکلي چې، د ترکیې او طالبانو تر منځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې به په ګډه کار وشي، او په نږدې راتلونکې کې به د ترکیش هوايي شرکت پروازونه کابل ته پیل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یادې لیدنې په اړه زیاتوي چې، امیرخان متقي د ترکیې سوداګر ستایلي چې په غزه کې د اسراییل د جګړې له امله یې له اسراییل سره د ترکیې له لوري سوداګریز پریکون کړی دی.

د ترکیې د احصایې د انسټیټیوټ د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۶،۸ میلیارده ډالره وه چې ۷۶ سلنه یې د ترکیې صادرات وو.