په بدخشان کې له درایم وروسته په ارګو ولسوالۍ کې هم د طالبانو پر ضد لاریونونه پیل شوي
په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د اعتراضونو لړۍ ارګو ولسوالۍ ته هم وغځېده. ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغې ولسوالۍ کې د خلکو اعتراضي لاریون په تاوتریخوالي اوښتی.
خو په دې اړه د ځاني او مالي زیانونه په اړه بشپړ جزییات نه دي ورکړل شوي.
د بدخشان خلک وایي، چې طالبان دې د دوی له سیمو ووځي؛ خو طالبانو تر اوسه د ارګو ولسوالۍ د اعتراضونو په اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل بیا ویلي، ملي پاڅون کولای شي افغانستان د طالبانو له ظلمونو وژغوري.
هغه ویلي، چې بدخشانیان د دغه پاڅون مخکښان دي.