طالبان: ۱۵ تنه افغان بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شول
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۱۵ افغانان خوشې شوي دي. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه خوشې شوي افغان بندیان د (غویي په ۱۳مه نېټه) هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله له ۱۹ ورځو تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو.
له تېرو دوو کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په سلګونه افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د دغه هېواد د پولیسو لهخوا بندیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بندیانو کې ښځې، ماشومان او سپین ږېري هم شامل وو.