د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان امریکا ته هیڅکله په خپله خاوره کې اډې نه دي ورکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په خپلې اونیزې خبري غونډه کې وویل، چې هېواد یې کوم بل هېواد ته په خپله خاوره کې اډې نه دي ورکړي.

هغې دا رنګه په زغرده دا خبره هم وکړه، پاکستان هېچا ته د دې اجازه هم نه ورکوي چې د دوی له فضايي حریم څخه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

تر دې وړاندې پر افغانستان واکمنو طالبانو هم څو، څو ځله په څنګزنه توګه ویلي وو، یو شمېر ګاونډي هېوادونه امریکا ته اجازه ورکوي چې د دوی له خاورې پر افغانستان هوايي بریدونه وکړي؛ خو پاکستان دغه ادعاوې ردې کړې وې.
همدا تېره اوونۍ د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر عمر ایوب هم ویلي و، چې پاکستان امریکا ته دوې اډې ورکړې او حکومت باید په دې اړه وضاحت ورکړي چې دغه اډې د اوسني حکومت له‌خوا ورکړل شوې او که لنډ مهاله حکومت ورکړې وې.